
ایکنا نیوز د «العربي الجدید» په نقل راپور راکړ، اوس مهال د ترکیې استانبول د حلال نړېوال یولسم اجلاس او د ۲۰۲۵ حلال نړیوال سوداګریز نندارتون کوربه دی چې له ۲۶ تر ۲۹ نومبر (له ۵ تر ۸ قوس/لیندئ میاشت ) پورې ترسره کېږي.
د حلال د نړېوال اجلاس د شورا په وینا، دا غونډه د کابو ۵۰ هېوادونو په رسمي ګډون، د ۵۰ زرو څخه په ډېرو لیدونکو او د ۱۰۰ هېوادونو د استازو په شتون سره ترسره کېږي.
دغه اجلاس په حلال صنعت کې له سترو نړیوالو پېښو څخه ګڼل کېږي او اټکل کېږي چې د دې نړیوال بازار ارزښت به په راتلونکو کلونو کې نږدې ۱۲ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.
د سږني اجلاس پروګرامونه پراخ نندارتونونه او اقتصادي ټولنې پکې شاملې دي؛ لکه د حلال نړیوال نندارتون، د سیاحت او روغتیا ETHEXPO نندارتون، د نړیوالو پلورونکو اجلاس، د دودیزو جامو د فېشن نندارتون، د B2B چینل جوړولو پروګرامونه او نړېوال سوداګریز فورمونه.
دغه فعالیتونه د دې لپاره ترسره کېږي چې د ګډونوالو تر مینځ سوداګريزې ملګرتیا او پانګونه زیاتې شي، د نړېوال حلال بازار پراخه ظرفیتونه په ډاګه شي او د ترکیې موقعیت د حلال په صنعت کې د یو اصلي مرکز په توګه لا پیاوړی کړي.
سټینډرډ او د باور جلبول
په غونډې کې ویناوالو د حلال د سکټور د پراختیا او د هغه د چټک پرمختګ پر اړتیا ټینګار وکړ. د حلال د نړېوال اجلاس د شورا مرستیال امره اته وویل چې د حلال اقتصاد د دوراني مالي حجم، د تمویل په ګډون، له اته ټریلیون ډالرو اوښتی دی. هغه وړاندوینه وکړه چې دا شمېر به په پنځو راتلونکو کلونو کې له ۱۲ ټریلیون ډالرو هم واوړي.
د ترکي څېړونکي توران قشلاقچي وویل: حلال اقتصاد، چې د نړیوالو زیاتېدونکې ګروهنې له امله حتی په غیرمسلمانو هېوادونو کې هم پراخ شوی، اوس د منظمې قانوني او جوړښتي طرحې اړتیا لري. دې ته د یو شان قوانینو، ملاتړ کونکو میکانیزمونو او سوداګریزو مقرراتو اړتیا ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې د حلال مفهوم اوس پر یوه یوځای شوي اقتصادي سیستم بدل شوی چې د اسلامي هېوادونو مقام په نړېوال اقتصاد کې لوړوي.
https://iqna.ir/fa/news/4319728